په کندهار کي معلولين وايي، دوی د خپل انساني حقوق څخه بې برخي دي

راپور: مهتمم صالح

د ډسمبر ۲ د معلولينو نړواله ورځ ده، چي معلولین یې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره لمانځي.

په کندهار کي د دې ورځي په لمانځغونډه کي يو شمير معلولینو وويل، دوی ته خپل انساني حقوق نه دي ورکول سوي او په ادارو کي ورته کار نه ورکول کيږي.

دوی وايي، هغه کلنی امتیازات چي دوی ته ورکول کيږي، ډیر ځنډيږي او بیا دومره لږ دي چي دوی نه سي کولای چي د خپل کور خرڅ په پوره کړي.

دغه راز د معلولينو د بیارغوني د ټولني مرستيال فیض الله عمريار د دولتي ادارې څخه غوښتنه وکړل چي د معلولينو لپاره ۱۰۰۰ نمرې تصويب سوې مځکه دي دوی ته وسپاري.

بل خوا د کار او ټولنيزو چارو رئيس حميدالله مبارز وايي، دوی معلولین پر دوو بر خو ويشلي دي، چي یو يې ډېر معلولیت لرونکي دي او بل يې لږ چي د دوی امتيازات توپیر کوي.

مبارز وايي، د يکشنبې په ورځ د معلولينو کلني امتییازات راغلي دي او راتلونکي اوونۍ به توضع سي.

په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مقام مرستيال اغالالي دستګري په دغه غونډه کي وويل، د معلولینو غوښتني به په اداري مجلس کي شريکي کړي او تر څو ستونزي یې د امکان تر حده کمي سي.

معلولین چي اکثرو یې په هیواد کي د جنګ جګړو له امله د بدن غړي له لاسه ورکړي ډیری وخت یې هغه امتیازات پر وخت نه ورکول کیږي چي د دولت له خوا ورته ټاکل سوي، ځکه ځیني یې د ډير غربت له امله سوال کولو ته اړ کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...