مبارز: ۸۰۰ افغانۍ معاش ټاکل ورزشکارانو ته سپکاوی دی

يو شمېر نړيوال مډال راوړونکي افغان ورزشکاران وايي، حکومت دوی ته د ۸۰۰ افغانيو معاش په ټاکلو سره، د ورزش اتلانو ته سپکاوی کړی دی.

افغان ورزشکاران چي په نړۍ کي يې د افغانستان درې رنګه بيرغ رپولی، د مياشتي له ۸۰۰ تر زرو افغانيو معاش اخلي. د ازادو سياليو ورزشکار باز محمد مبارز چي تراوسه‌يې له هېواده د باندي د اتلولۍ څو مډالونه راوړي دي، د مياشتي زر افغانۍ معاش لري. نوموړی چي تېره سه شنبه له رسنيو سره خبري کولې وويل، چي دومره معاش د يوه ورزشکار لپاره بسنه نه‌کوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...