د افغانستان د بيارغوني لپاره د امريکا د لګښت سرڅارونکي، جان سوپکو له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت د مبارزې ستاينه وکړه.
سوپکو په کابل کي د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپل دفتر د فعاليت په اړهيې معلومات ورکړل. عبدالله عبدالله د افغانستان د حکومت د ويندويانو په غونډه کي وويل، چي اداري فساد لا هم د حکومت لپاره ستره ستونزه ده. د حکومت اجرائيه رئيس له جان سوپکو سره په خبرو کي له اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه بللې ده.
جان سوپکو د اداري فساد لپاره د افغانستان د حکومت د هغي ستراتېژۍ د څارني لپاره کابل ته تللی دی، چي تېر کال د بروکسل په کنفرانس کي اعلان سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون