د رسنیو د راپورونو له مخي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله د سیمې او روسیې لپاره د اندېښنې وړ ده.
په همدې تړاو روسیه غواړي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کي امنیتي تدابیر ډېر کړي.
روسیه غواړي له هغو هېوادونو سره په امنیتي برخه کي همکارۍ ډیري کړي چي له افغانستان سره پر پوله پراته دي.
تر دې وړاندې هم روسیې په تاجکستان او د منځنۍ اسیا په نورو هېوادونو کي امنیتي تدابیر ډېر کړي وو او ځیني نظامي مانورونه یې هم ترسره کړي وو.
روسیه غواړي چي د افغانستان د نا امنه کېدو په صورت کي د افراطي او توندلارو ډلو د تګ راتګ مخه ونیسي.
داسې اټکل کیږي چي روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه د داعش او نورو ډلو له ګواښ سره مخ دي نو ځکه یې په دې وروستیو کي اندېښنې هم ډېري سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون