پاکستان له نړیوال بانک څخه ۴۰۰ میلیونه ډالر پور اخیستو ته اړ سوی دی

د رسنیو د راپورونو له مخي پاکستان په ناوړه اقتصادي وضعیت کي دی او ددغه وضعیت د مدیریت لپاره د پیسو تر نړیوال صندوق وروسته اوس غواړي له نړیوال بانک پور واخلي.

د پاکستان د خزانې وزارت وايي تر دې دمه یې له نړیوال بانک په رسمي توګه د پور غوښتنه نه ده کړې، خو پر همدې موضوع بحثونه روان دي.

نړیوال بانک بیا وار د مخه ویلي پاکستان ته په دې شرط پور ورکوي چي خپل مالیاتي سیستم اصلاح او فساد پکښې ورک کړي.

د پیسو نړیوال صندوق هم وایي تر هغه چي په پاکستان کي مالیاتي نظام اصلاح نه سي دغه هیواد ته پور نه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...