دده په وینا په دې وروستیو کي داسي راپورونه خپاره سوي چي ګواکي امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.
د هغه په خبره ددې ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کي ستونزي جوړي نه سي ځکه افغان پوځيان پیاوړي دي او د تهدیدونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.
هغه د سولي وروستیو هڅو ته هم اشاره وکړه او په خبره یې افغان حکومت له پیاوړي موقف له طالبانو سره خبرې کوي او دغه ډلې ته یې پخپلو ژمنو کې امتیازات هم ورکړي خو د طالبانو په موقف کي هیڅ راز تغیر نه دی راغلی.
هغه وویل چي د سولي دغه ډول موقف د طالبانو لپاره په کار نه دی او دوی اړ دي چي له افغان حکومت سره مخامخ خبري وکړي او جګړي دي پای ته ورسوي.
هغه نن د وزیرانو شورا په غونډه کي د موقت حکومت په اړه هم څرګندوني وکړي. دده په خبره دغه ډول طرحې د هېچا په ګټه نه دي ځکه په دې سره به اړ سو چې هر څه له سره پيل کړو نو دا نه یوازې چي پرمختګ نه دی بلکې په شاتګ دی. دده په خبره افغان حکومت د سولي د هغو هڅو ملاتړ کوي، چي د افغانانو او افغان حکومت حیثیت خوندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون