قریشي: ګاونډیان هڅه کوي پاکستان په نړۍ کي یوازي کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزریر شاه محمود قریشي ویلي، افغانستان او نور ګاونډي هېوادونه پرته له تحقیقه پر پاکستان داسي تورونه پوري کوي چي هیڅ حقیقت نه لري.

د نوموړي په خبره دوی په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوي پاکستان په نړۍ کي یوازې کړي.

هغه پنجاب کي یوې غونډې ته په خبرو کي ویلي، ګاونډي هېوادونه په تېره بیا افغانستان تل د خپلو ستونزو او ناکامیو بار د پاکستان پر اوږو اچوي او په حقیقتونو سترګي پټوي چي دا چاره نه یوازې ګټه نه لري بلکي ستونزې لا ډېرولای سي.

هغه زیاته کړه، افغانستان، هند، ایران او چین په دې وروستیو کي هڅي پیل کړي دي څو پاکستان په نړۍ کي یوازي کړي خو په وینا یې دوی د ترهګرو پر وړاندې تل مبارزه کړې ده او نړۍ د دوی د لاسته راوړنو او مبارزو شاهده ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...