المان ژمنه کړې چي په کلني ډول به له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کوي.
دا څرګندونې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کي د المان د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره یوې خبرې ناستې ته په خبرو کي کړي دي.
نوموړي وویل، افغان سوله د سیمي د سولي او ثبات په مانا ده او ټول ښکیل هېوادونه باید په دې برخه کي مرسته وکړي.
هغه وویل المان د اروپایي ټولني د یو پیاوړي غړي په توګه کولای سي د افغانستان په ثبات او بیا رغوونه کي مهم رول ولوبوي. نوموړي دغه راز وویل، المان له افغانستان سره په هره برخه کي د پام وړ مرسته کړې ده او دوی هیله لري چي هغوی به د افغانستان د یو متحد په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کي د المان د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کي د سولي له خبرو ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چي دوی چمتو دي ورترغاړې مسولیت په سمه توګه ادا کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون