د المان د بهرنیو چارو وزیر: د اړتیا په صورت کي د بن دوهم کنفرانس جوړولو ته چمتو یو


د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، افغانان باید خپلو کي خبرو ته سره کښېني څو په دې هېواد کي رواني اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
هغه زیاته کړې، دوی د سولي له روان بهیره ملاتړ کوي او زیاتوي چي که چېري اړتیا پیښه سي چمتو دي د بن دویم کنفرانس هم ترسره کړي.
هغه وویل افغانانو تل په دې ټینګار کړی دی چي دوی شاتګ نه کوي، د ماس په خبره امریکا ددې مسالي اهمیت درک کوي او دی ډاډه دی چي هغوی به د دوحې په خبرو کي داسي پرېکړه ونه کړي چي د افغانانو شاتګ ته زمینه برابره کړي.
د نوموړي دا سفر د افغانستان د سولي له پروسې د ملاتړ د هڅو برخه ده.
تمه ده چي نوموړی به سبا پاکستان ته لاړ سي.
هایکو ماس افغانستان ته له رسېدو سره سم رسنیو ته ویلي، افغانستان او پاکستان ته په دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چي جرمني د افغانستان د دویم لوی مرسته کوونکي او داسي هېواد په توګه چي دلته ډېر سرتېري لري، خپل مسوولیت په هره برخه کې په سمه توګه سر ته رسوي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...