سولي شورا: د حکومت له دخالت پرته د رواني لانجې حل ناممکن دی

د سولې عالي شورا وایي، د افغان حکومت له دخالت پرته د رواني اوږدې لانجې سیاسي حل ناممکن دی.

د سولې شورا ټینګار کوي چي د سولي په هر ډول مذاکراتو کي باید افغان حکومت دخیل وي.

د دې شورا یو د اجراییوي شورا مخکښ غړی او سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، که په دې خبرو او پرېکړو کي حکومت څنډې ته پاته سي د دایمي سولي او ثبات ټینګښت به ناشونی وي.

سولې شورا دا څرګندوني په داسې حال کي کوي چي د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ له تېرو څو ورځو راهیسي د قطر په پلازمینه دوحه کي د سولي خبرې رواني دي. طالبانو په وار وار ټینګار کړی دی، څو پورې چي یې له امریکا سره له افغانستانه د هغوی د ځواکونو په اړه خبرې یو طرفه کړې نه وي له افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...