په هلمند کي د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر د ماين چاودنه سوې ده

د هلمند د والي د اړيکو مسؤل زاهد اتل پېښه تأييد کړې ده، خو جزئيات يې نه‌دي ورکړي.

ويل کېږي د احمدي پر موټر چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته سوې ده.

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي د نثار احمدي يوه پښه چاودنه کي پرې سوې ده، خو د روغتيا حالت یې دقيق سوی نه‌دی.

نثار احمد احمدي دم‌ګړۍ سباوون په نوم ټلوېزيون او راډيو سره د خبريال په حيث دنده درلودله.

تر اوسه د دې پريد پړه چا نه‌ده منلې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...