بي بي سي وايي، چي د طالبانو او امریکا ترمنځ په پوره جدیت خبري رواني دي او په دې خبرو کي قطري چارواکي هم وخت ناوخت ګډون کوي.
په راپور کي راځي چي تېره ورځ ناوخته هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر له طالب استازو سره لیدلي او اوږدې خبرې یې کړې دي.
یو شمېر مرکچیانو بي بي سي ته ویلي چي خبري سمي پر مخ رواني دي خو دواړه لوري لا هم خپلي سرې کرښې لري.
د سرچینې په خبره دواړه لوري لا هم پر سرو کرښو بحث کوي، ژورې خبرې رواني دي خو پایلو ته هیله مندي سته ده.
مرکچیانو ویلي، پر ډېرو مواردو ان د هوکړې پر ادبیاتو هم ژور بحثونه روان دي او دواړه لوري د مسایلو حل ته بېړه نه لري.
ددوی په وینا خبري په حوصله مندۍ او پوره دقت مخ ته رواني دي، څو وکړای سي په افغانستان او سیمه کي د سولي او ثبات لپاره دا لومړنۍ خښته په سمه توګه کښېودل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون