د کندهار یو شمیر ولسي خلک وايي، ولسمشر غني د افغانستان تاریخ او مشرانو ته سپکاوی کړی دی

 

د کندهار ولسي خلګو نن دیوې غونډي پر ترڅ کي د ولسمشر غني د هغو خبرو پر وړاندي غبرګون وښود چي یوه اونۍ مخکي يې په کونړ کي کړې وې.

افغان ولسمشر غني ویلي وو، له احمدشاه بابا څخه تر ولسمشر کرزي پوري ټولو مشرانو د واک د ترلاسه کولو لپاره د یوه او بل سر وهلی او دی یوازني ولسمشر دي چي د خلګو په خوښه ټاکل سوی دی.

خو بلخوا د کندهار ولسي خلګ  وايي، د ولسمشر دا ډول خبري په ښکاره د افغانستان د تاریخ او پخواني مشرانو سپکاوی دی.

دوی وايي، ولسمشر غنی نه یوازي چي د تاریخ دفاع یې ونکړه بلکي مشرانو ته يې سپکاوی کړی دی، او ولسي خلګ به دا ډول سپکاوی ونه زغمي.

ولسي خلګو دا هم وویل ولسمشر غنی د رایو پر اساس نه بلکي د عبدالله عبدالله سره د واک د ویش پر اساس  رئيس جمهور ټاکل سوی دی.

افغان ولسمشر په کونړ کي دا هم ویلي چي د سولي روان بهیر دده ابتکار دي خو ولسي خلګ وايي، د ولسمشر غني ولایتونو ته وروستي سفرونه او تودې خبري یوازي د کمپاین په معنا دي او غواړي بیا ولسمشر سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...