د کندهار استیناف محکمې عامه امنیت دیوان په يوه علني جلسه کي درې تنه چي بیلابیلو اشخاصو ته يې فریب ورکړی وو په بند محکوم کړه

راپور:

جانان، سیف الله او کوچۍ هغه درې تنه دي چي له خلکو یې په فریبکارۍ پیسي او نور توکي اخیستل.

د علني محکمې موظف څارنوال په خپله ترتيب کړې صورت دعوه کي وویل، چې تورنو کسانو په خپلو جرمونونو اعتراف کړی دی.

د کندهار د استناف محکمې رئیس قضاوتيار ذبیح الله ابراهیمي په یوه علني محکمه کي د یادو کسانو تر دلایلو اوریدو وروسته هغوی ته د بند سزا واورول.

د محکمې رئیس وویل، یادو کسانو په فریبکارۍ سره له خلکو پیسي او نور توکي اخیستل او په لسو قضیو کي ښکېل دي.

د کندهار د استیناف محکمې رئیس د فریبکارۍ په دغه قضیو کي یو تن په شل کاله تنفیذي بند او یو تن په پينځه کاله تنفیذي بند او همدارانګه یوه ښځه په اته کاله تنفیذي بند محکوم کړه.
تورن کس کولای سي د تمیز غوښتنه وکړي.

تر دې وړاندي هم په کندهار کي زیات شمېر کسان د فریبکارۍ او جنايي جرمونو په تور نیول سوي دي.

چارواکي وايي، د دا ډول پيښو مخنیوی د خلکو په همکارۍ سره کیږي او خلک باید په دې برخه کي خپله همکاري زیاته کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...