د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په کابل کي د مارشال فهیم له نظامي پوهنتونه د ۵۱۳ کسانو د فراغت په مراسمو کي وویل، سوله لومړیتوب دی خو هغه څوک چي غواړي جګړه وکړي په زغرده یې پر وړاندې دریږي.
خالد وویل سوله د ټولو افغانانو هیله ده او هغه کسان چي د سولي اراده لري دوی یې په کلکه هرکلی کوي او ورته ښه راغلاست وایي.
خالد فارغ سویو کسانو ته په خطاب کي وویل، ټول باید په یووالي له هر ډول تعصبه پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندي پیاوړې مبارزه او د افغانستان له ارضۍ تمامیت نه په کلکه دفاع وکړي. نوموړي پاکستان ته په اشارې زیاته کړه، هغه هېواد چي د افغانانو له برکته ورته اسلام رسیدلی دی اوس د خپلو ګټو لپاره د اسلام په نامه خلک غولوي او په دې اسلامي خاوره کي د جهاد فتواوې ورکوي. سرپرست وزیر دغه راز د اردو نویو فارغو منصوبینو ته په خبرو کي وویل، دوی د دې خاورې اصلي مالکان دي او باید په میړانه ترې دفاع وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون