د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډي ته ویلي، له طالبانو سره سوله په دې مانا نه ده، چي ګواکي په سیمه کي به ترهګري ختمه سي. دده په خبره په افغانستان او سیمه کي د ترهګرۍ دایمي ختمول په کار دي او نړیوال دي دا مسئله نه هیروي.
هغه ویلي افغان حکومت له طالبانو سره د سولي ملاتړی دی او په ځلونو یې په دې برخه کي طالبانو ته بې قید او شرطه وړاندیزونه هم وکړل، خو طالبان په رښتینې توګه د سولي غوښتونکي نه دي.
دده په خبره که طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر سي.
محب په خپلوخبرو کي وویل، چي افغان حکومت له طالبانو سره سولي ته تیار دی، خو دا سوله باید په هر قیمت افغانانو ته تمامه نه سي. دده په خبره په سوله کي باید اساسي قانون، د افغانستان نظام، لاس ته راوړني او ولسواکي زیانمن نه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون