د ناټو یو شمیر تازه دمو پوځیانو افغانستان ته د تگ په موخه تمرینات پیل کړي دي

د څلورو هېوادونو، چک جمهوريت، هنګري، پولنډ او سلواکیا لومړي وزیران د پولنډ په مرکز وارسا کي ددغو پوځیانو د تمریناتو نندارې ته ورغلي دي.
د پولند لومړی وزیر متایوز موراویکي وایي په تیرو شلو کلونو کي دوی ثابته کړې چي د ناتو با ارزښته غړي دي او تل یې د ګډ امنیت په تامین کي هڅه کړې ده.
د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان بیا وايي، سږ کال د اروپا امنیت لړزان دی نو ددې اړتیا لیدل کېږي چي په ناټو کي کارونه او فعالیتونه پراخ کړی سي.
دده په خبره له همدې امله د نړیوالي ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د نړیوال امنیت د تامین په موخه افغانستان ته پوځیان لېږي.
هغه هیله څرګنده کړې چي وکړای سي په دې توګه په سیمه کي امنیت تامین کړي. په دغه تمریناتو کي لسګونه سرتېرو برخه اخیستي او د زغره والو ټانکونو د کارونې تمرینات ترسره کوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...