عمران خان د هند پر وروستۍ پریکړه غبرګون ښودلی دی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي ددغه هیواد لومړي وزیر عمران خان د هند هغه اقدام غندلی دی، چي ویلي یې وو، سوشما سوارج به له محمود قریشي سره نه ګوري.

عمران خان ویلي دا غوره فرصت و، څو پاکستان او هند د ستونزو د حل هڅه وکړي.

هند ویلي وو، هغه لیدنه لغوه سوې چي ټاکل سوې وه، د ملګرو ملتونو په ۷۳ مه عمومي غونډه کي ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وسي.

د هندي چارواکو په وینا دوی د عمران خان په نیت پوه سوي دي او هغه نه غواړي ستونزي د خبرو له لاري حل کړي.

هند شکایت کوي چي د پاکستان په ملاتړ وسله والي ترهګري ډلي په کشمیر او نورو سیمو کي هندي حکومت ته ستونزې جوړوي، خو پاکستان بیا هند په بلوچستان کي د خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو ملاتړی بولي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...