هغه په همدې موخه نن نیویارک ته تللی دی او ټاکل سوې چي دغه غونډي ته به وینا هم وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو په دې غونډه کي د ملي یووالي حکومت پر لاس ته راوړنو خبري وکړي.
د اجرایه ریاست له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړی به په دغه غونډه کي د افغان حکومت له لوري د ځینو طرحو د عملي کولو، ټاکنو، د فساد ضد مبارزې او د افغان پوځ پر لاس ته راوړنو خبري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون