ډیورنډ فرضي کرښي ته څیرمه اووه پاکستاني عسکر وژل سوي دي

 د راپورونو له مخي یادې سیمي ته نږدې وسله والو پر پاکستاني عسکرو برید کړی دی او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ چارواکي وايي چي په پېښه کي اووه کسه وژل سوي او څو نور ټپیان دي.

دوی ادعا کوي چي وسله وال له افغان لوري ور اوښتي وو، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني پوځ ویلي چي په ځوابي برید کي یې ۹ وسله وال هم وژلي دي.

پاکستاني عسکر تل د خپلو پاکستاني طالبانو له لوري تر برید لاندي راځي او وخت نا وخت دغه ډله پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو مسٔوولیت اخلي، خو ددغه برید په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...