پوهني وزارت وایي، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو د مختلفو دلایلو له امله له زده کړو بې برخي دي

د پوهني وزارت سرپرست د ښوونکو د وړتیا لوړولو پروګرام غونډي ته وویل، چي ددې محرومو ماشومانو ډېره برخه انجوني دي.
د امریکا پراختیايي پروګرام یا یو اس اې ای ډي وایي، د ښوونکو وړتیاوو د لوړولو پروګرام په کابل کي ۲۵۰۰ قراردادي ښوونکو ته زده کړې ورکوي.
د پوهني وزارت سرپرست وایي، دا وزارت د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي ۵۴ زرو ښوونکو ته اړتیا لري.
په ورته مهال د حکومت اجرائیه رئیس د پروموټ پروژه د افغان ښځو وړتیاوو لوړولو په برخه کي اغیزناکه بولي او وایي، چي ددې پروګرام تر پای پورې به ۱۰۰زره کسان زده کړي ترلاسه کړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...