غزني ته تلونکې برېښنا د وردګو په سیداباد کي پري سوې ده

د غزني ولایت چارواکي وايي، چي د میدان ‌وردګو د سید‌آباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کي د افغان ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو تر منځ د جګړې له امله، غزني ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا درې غځیدلي مزي پري سوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، چي د برېښنا مزي تیره ورځ شاوخوا درې بجې پري سوي دي.
د هغه په وینا، د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرې کیدو وروسته، اوس د غزني ښار ډېری برخي برېښنا نه لري.
د غزني د ولایتي شورا غړی امان‌الله کامراني وايي، چي د برېښنا د پرې کېدو له امله په دغه ولایت کي د زیاتو سوداګریزو کارخانو کار درول سوی دی.
له ازبکستانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا مزی د ارغندۍ له سب‌ استیشن څخه د میدان‌وردګو د سید‌آباد ولسوالۍ له لاري غزني ته لیږدول شوی دی، چي شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...