په اسپانیا کي یوې محکمي د فوټبال مشهور لوبغاړی (لوکا مودریچ، هافبک کروات) له دې کبله په اته میاشتي بند محکوم کړی دی چي یوه اندازه پانګه یې له مالیې پټه ساتلي وه.
نوموړي ته ځکه د بند دومره کمه سزا اورول سوې ده چي په خپله تېروتنه یې اعتراف کړی دی.
ویل کیږي، چي نوموړي شپږ کاله د خپلو لوبو پر مهال نهه لکه ډالر له مالیې پټ کړي، نو له دې کبله ۴.۱ میلیون یورو جریمه سوی دی.
له دې وړاندي هم د فوټبال مشهور لوبغاړي لیونل مسي، کریستیانو رونالدو او خوزه مورینیو هم له ځینو مالیاتو تیښتي کړي دي او جریمي یې پریکړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون