عمران خان: ترهګرو ته په پاکستان کي د فعالیت اجازه نه ورکوم

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چي هیڅ وسله والي ډلي ته اجازه نه ورکوي چي د پاکستان له خاورې نه پر نورو هېوادونو د برید لپاره گټه واخلي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټي هم اعلان کړی چي په دې هېواد کي یې د ټولو سخت دریځو ډلو د ځپلو لپاره یوه هر اړخیزه ستراتیژي جوړه کړې ده.

عمران خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چي هیچا ته به اجازه ورنکړي چي له خپلې خاورې نه د بهرنیو ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخلي. پاکستان په دې وروستیو کي له هند سره د سیاسي او پوځي کړکېچ د رامنځ ته کېدو وروسته دننه په پاکستان کي د ترهگرو ډلو ځپلو ته زور ورکړی دی. پاکستاني چارواکو ویلي، چي دغه عملیات له هند سره له وروستي کړکیچ سره اړیکه نه لري او دا د سخت دریځو ډلو پر ضد ددې هیواد د مبارزې یوه برخه ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...