جرمني له افغانستان سره د مهاجرو دبیرته لیږد په اړه خبري کوي

د جرمني د کورنيو چارو وزارت غواړي له افغانستان سره د مهاجرو د اخراج په مسله کي له سره یوه نوې هوکړه وکړي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير هانس یوآخیم ویلي دي، چي په دې وروستیو وختونو کي د رد سوو مهاجرو په بېرته لیږلو کي د مرکزي حکومت همکاري په واضح ډول سره ښه سوې ده، مگر اوس هم د پاسپورټ سر بېره د نورو اسنادو د برابرولو لویه ستونزه لا پر ځای پاته ده. د یوآخیم په خبره د رد سوو مهاجرو د بېرته لېږلو پر وخت د پولیسو ملتیا هم باید اطمیاني سي. اوسمهال د جرمني په شلیسوېگ هولشټاین ایالت کي شااوخوا ۸۷۰۰ مهاجر ژوند کوي. په همدي حال کي د جرمني مرکزي حکومت هم د رد سوو مهاجرو د اخراج او ژر عملي کېدلو پر یوه قانون کار کوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...