ایرو ایشیا په یوه مقاله کي لیکي، په افغانستان کي د هغو اوبو پر سر پروژې او د بندونو جوړولو پلانونه طرحه سوي چي پاکستان ته روانې دي.
په مطلب کي راځي، پاکستان له دې پروژو وېره لري او دا د خپل ځان پر وړاندې د هند جګړه بولي. د سرچینې په خبره کله چي په کابل کي د شاه توت بند رغولو چارې پیل سوې، نو پاکستان یې پر وړاندې مزاحمتونه جوړ کړل. ایرو ایشیا زیاتوي، دغه بند د هند له لوري رغول کیږي چې ۱۴۷ میلیون متره مکعبه اوبه ذخېره کولای سي او ۴۰۰ هکتاره ځمکه به هم خړوبه کړي.
په مطلب کي وړاندي راځي چي تر دې وړاندي د کابل سيند اوبه له کوم تړون پرته پاکستان ته رواني وې او دغه هېواد ګټه تري اخیسته. ایرو ایشیا لیکي چي په افغانستان کي د اوبو د مدیریت مسئله به وکړی سي، افغانستان اقتصادي بسیاینې ته نږدې کړي او د خلکو په ژوند کي مثبت بدلونونه راولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون