په قطر کي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي خبري لا هم رواني دي، خو تر اوسه دواړو لورو د کوم پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو ویلي، چي د دوی او امریکا تر منځ پنځم پړاو مخامخ خبري له نهو ورځو بحثونو وروسته تېره ورځ ودرول سوې او نن به بېرته د ناستي ځای ته سره را ټول سي.
طالبان ټینګار کوي چي په دوحه کي ژور بحثونه روان دي او یوازې پر دوو موضوعاتو خبري کېږي، چي د امریکایي پوځیانو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول دي. په تېرو لسو ورځو کي ټولي خبري د تړلو دروازو تر شا رواني وې ، طالبانو پرون وويل چي د جمعې په ورځ روان مذاکرات د يوې ورځې لپاره ودريدل او نن شنبه به بيرته پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون