د سولي عالي شورا وايي، د سولي خبرو اترو لپاره د سیاسي ګوندونو او حکومت له خوا یو اړخېزې هڅي به د دې پروسې د ناکامۍ سبب سي.
د دې شورا مشر کریم خلیلي تیره ورځ د یوې غونډي پر مهال په حکومت او سیاسي ګوندونو ږغ وکړ چي د سولي لپاره ګډې هڅي وکړي.
خلیلي وايي، ښه ده چي دا بهېر د نړیوالو همکارانو په ملاتړ او په بینالافغاني مذاکراتو سره پر مخ ولاړ سي.
خلیلي ویلي، هغه چاته به اجازه ور نکړي چي دا پروسه ناکامه یا هم د خلکو د غوښتنو خلاف پر مخ لاړه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون