ټاکنو کمیسیون: د قانون تعدیل د کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک یوه ستره ننګونه ګڼي او ټینګار کوي چي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید ژر تر ژره د خپلو څېړنو پایلي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکي کړي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب‌ الرحمان ننګ وايي، چي د ټاکنو د قانون تعدیل د کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي او که د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلي د دوی په واک کي ور نه‌ کړل سي ستونزې به لا پراخي سي.

په ورته وخت کي ولسمشرۍ ماڼۍ ټينګار کوي چي ولسمشر د قانون پر اساس د ملي شورا د غړیو له بشپړېدو سره به ملي شورا پرانېزي.

د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه بیا رامنځته سویو کړکیچونو ته په کتو وايي، چي دا مسایل د دې سبب سوي چي ټاکني په خپل انحصار کي واخلي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، چي د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري هر ډول پرېکړې باید د ټاکنو د څار بنسټونو سره په مشورې ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...