ولسمشر غني نن سهار فراه ولایت ته تللی دی

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن فراه ولایت ته رسېدلی دی.

ولسمشر به په دغه سفر کي په فراه کي له ځايي چارواکو سره ګوري او د سیلابونو له امله له زیانمنو سوو خلکو سره د مرستي بهیر څاري.

په دغه سفر کي له ولسمشر سره لوړپوړی دولتي پلاوی ملتیا کوي.

ولسمشر په دې وروستیو کي ګڼو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي.

هغه تر دې وړاندې کونړ ولایت ته تللی و، خو ډیری مدني فعالانو او کونړ قومي مشرانو یې سفر کمپایني او نمایشي بللی و. ټاکل سوې چي ولمسشر په فراه کي له ځايي خلکو، قومي مشرانو او د ټولني د بېلو اقشارو له استازو سره لیده کاته ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...