عراق: کردي او حکومتي ځواکونه يو بل ته ګوته په ماشه دي

د عراق په کرکوک کي کردي او حکومتي ځواکونه يو بل ته ګوته په ماشه ولاړ دي.

په داسي حال کي چي د عراق په کردستان کي د خپلواکۍ لپاره له ټولپوښتني وروسته په دې سيمه کي حالات کړکېچن دي، د عراق دولتي ځواکونه او کرد پېشمرګه په کرکوک ولايت کي يو بل ته ګوته په ماشه ولاړ دي.

کردي  قوماندانان وايي، د حکومت هغه مهلت يې رد کړی، چي ويلي يې وو، پېشمرګه ځواکونه بايد تر پرون سهار وختي پوري د داعش ډلي پرضد د جګړې په ډګر کي له خپلو پوستو په شا سي.

د پېشمرګه يوه قوماندان ويلي، چي دوی ټول تدابير نيولي او د اړتيا په صورت کي هر اقدام ته چمتووالی لري. خو د عراق يوه پوځي افسر وويل، چي دولتي ځواکونه ځای پرځای ولاړ دي او قوماندي ته سترګې پر لاره دي. د امريکا دفاع وزير جيمز مټېس وړمه ورځ خبريالانو ته وويل، په دواړو خواوو کي شامل امريکايي سلاکاران ددې کړکيچ د حل لپاره هڅه کوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...