عادل الجبیر: د خاشقجي په قتل تورن کسان ترکیې ته نه سپارو

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، دوی خپل اتباع هیڅ هېواد ته نه مستردوي.
دده په خبره سعودي عربستان د خپلو قوانینو له مخي خپل اتباع نورو هیوادونو ته نه مستردوي بلکي پخپله قوانین لري او دوی به خپله سزا ویني.
دده په خبره له ترکیې یې په ځلونو غوښتي چي د خاشقجي د قتل په تړاو سندونه ورسره شریک کړي خو دغه هیواد یې خبره نه ده منلې.
ترکیې بیا څو ځله له سعودي عربستان وغوښتل چي د خاشقجي په قتل تورن کسان د ترکیې حکومت ته وسپاري، خو سعودي عربستان دغه غوښتنه رده کړې ده.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...