په کندز کي د توبر کلوز ۲۴ بستریز روغتون جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو

د کندز والي عبدالجبار نعیمي د دې روغتون د پرانېستلو پر مهال ویلي چي د توبر کلوز د درملني لپاره د دې روغتون د جوړولو لګښت، ۲۶۰ زره امریکایي ډالر کیږي او د (UNDP) لخوا ورکړل سوی دی.
د نعیمي په وینا روغتون به د شمال ختیځ زون په سطحه د توبرکلوز ناروغانو ته صحي خدمات وړاندي کوي.
په ورته وخت کي د کندز د عامي روغتیا رییس عبدالمتین عاطفي ویلي په پام کي ده چي دغه روغتون په عصري طبي تجهیزاتو سمبال سي، څو په دې توګه په وخت د شمال ختيځ زون د څلورو ولایتونو اوسیدونکو ته ښه روغتیايي خدمات برابر کړی سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...