په کندهار کي د ملي اردو څرخکه لوېدلي ده
دسمبر 10, 2018
62 کتل سوی
په کندهار کې د ملي اردو د یوې پوځي هلیکوپټري د رالوېدو په پېښه کي پنځه تنه ټپیان سوي دي.
پېښه تېره شپه ۱۰ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې رامنځته سوې.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز رسنیو ته وويل چي دغه هلیکوپټره په تعلیمي پرواز کي وه چي د تخنیکي ستونزي له کبله يې سقوط کړی.
نوموړي زیاته کړه چي د هلیکوپټرې د پيلوټانو په ګډون پنځه تنه په پېښه کي ټپیان سوي چي دم ګړی په یوه نظامي روغتون کي تر درملني لاندي دي.
هغه وويل:”د ملي اوردو اړوند ۷۷۷ څرخي الوتکه چي په تمریناتي پرواز بوخته وه د هوايي ډګر په اړوند سیمه کي سقوط کړی او علت يې هم تخنیکي ستونزه وه.”
تر دې مخکي د کندهار په معروف ولسوالۍ کي هم د ملي پوځ د هلیکوپټري د سقوط په پېښه کي ۶ تنه وژل سوي او ۴ تنه نور ټپیان سوي وه.
دا په روان کال کي د افغان هوايي پوځ ۹مه هلیکوپټر ده چي د تخینکي ستونزو له امله سقوط کوي.
2018-12-10