روزګان: ((که طالبان د پولیو واکسین د تطبیق اجازه رانه کړي دیاد وایروس د ممکنه پیښو خطر سته))

راپور: اجمل وصال

د روزګان عامي روغتیا ریاست مسٔوولین وایي، که طالبان  په دغه ولایت کي ترخپل واک لاندي سیمو کي د پولیو واکسین د تطبیق ته اجازه ورنه کړي، نو ددغه وایروس د ممکنه پیښو خطر زیاتیږي.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست چارواکي اندیښنه ښیې، چې د تیرو اتو میاشتو راهیسې ددغه ولایت لسګونه زره ماشومان ځکه د واکسین څخه پاتيیږي، چې طالبان ترخپل واک لاندي سیمو کې د یاد کمپاین مخنیوی کوي

د روزګان عامي روغتیا ریٔس ډاکتر خان اغا میاخیل دغه څرګندوني په ولایت مقام کي د پولیو واکسین د پنځه ورځني کمپاین د پلي کولو پرمهال وکړې.

میاخیل وایي، له هغه راهیسي چي طالبانو د واکسین مخنیوی کړی، په دغه ولایت کي د پولیو دوه مثبتي پیښي ثبت سوي او د نورو خطر هم سته.

هغه وایي، د هغوی د وزارت لخوا د طالبانو سره خبري رواني دي، ترڅو ټولو سیمو ته د واکسین د پلي کیدو اجازه بیاځلي ورکړل سي.

میاخیل وایي، په فرعي توګه د پولیو واکسین ننۍ کمپاین یوازي په هغو ولایتونو کي پلي کیږي، چي ددغه وایروس د خطر پیښي پکښي زیاتي وي، چي د مرکز ترینکوټ په ګډون په دهراود او خاص  روزګان ولسوالیو کي به د هغوی د لسګونو رضاکارانو لخوا ۶۱۷۵۸ هغه ماشومان چي عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي، د پنځه ورځني کمپاین پرمهال واکسین سي.

کابو اته میاشتي مخکي وسله والو طالبانو ددغه ولایت په ټولو هغو سیمو کي چي ددوی تر واک لاندي دي د پولیو واکسین د پلي کولو مخنیوی وکړ، روغتیایې مسٔوولینو ویلي چي طالبان غواړي د واکسین دغه لړۍ مسجد په مسجد پلي سي، هغه څه چي د عامي روغتیا وزارت د پالیسی خلاف دي.

طالبانو تردې مهاله رسنیو ته څه نه دې ویلي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...