راپور: غلام فاروق رسولي
هرات ولایت چي د اقتصادي پلوه د هیواد د مهمو عایداتي سرچینو څخه بلل کیږي، پانګوال یې حکومت و خصوصي سکتور ته په بې پامۍ تورن وي او وایي حکومت د دې پرځاي چي دوی ته آسانتیاوي رامنځته کړي په خبره یې ستونزي ورته زیږوي.
دا پانګوال په ګمرکونو کي د فساد لمنځه وړل، دهیواد په ټوله ګمرکونو کي د مالیی قانون یوشان پلي کول، د پانګوالو ځاني خوندیتوب او د مالیې کمول هغه ژمني یادوي چي حکومت ورسره کړي خوپه خبره دولت یې پکښي پاته راغلی دی.
د هرات ولایت د سوداګري خوني مسٔولین هم د حکومت دا کار د هیواد په تاوان بولي او هغه د افغانستانه د سرمایې د وتلو او د بیکارۍ ډیریدلو لامل یادوي.
په همدې حال کي د هرات ولایت ځایي چارواکي هم د پانګوالو په وړاندي سته ستونزي مني او وایي په اسلام قلعی ګمرک کي د سکنر په فعالیدو سره به په ګمرک کي تر ډیره حده د فساد مخه ونیول سي.
دا پانګوال پر لویو لارو او د یوه ولایته څخه بل ولایت ته خپل د توکو د انتقال په وړاندي سته ستونزي هم غټی بولي او وایي د دې ترڅنګ چي په هرات کي یې مالونه ګمرک او محصول کیږي خو په خبره یې پر لاره د پولیسو او ښاروالیو مارمورینو تر څنګ د کندهار ګمرک هم ورته ستونزي زیږوي او په خبره یې که رشوت ورنکړي توکي یی په ورځ ورځو درول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون