محمد عمر داوودزی: د سولي شورا او سولي د راتګ لپاره به نوې تګلاره جوړیږي

د سولي عالي شورا د دارالانشا نوي ریٔس محمد عمر داوودزي له رسنیو سره په خبرو کي ویلي چي د سولي لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي.

دده په خبره د زلمي خلیلزاد له فعالیتونو او هڅو وروسته په افغانستان کي د سولي روان بهیر نوي اړخونه خپل کړي دي او ددې اړتیا ده، چي د سولي پر تګلاره له سره کتنه وسي.

دده په خبره سته تګلاري ته په کتو به د افغان سولي لپاره پوره نوي او موثره تګلاره جوړوي.

محمد عمر داوودزی د ولسمشر د یو فرمان له لارې د سیمه ییزې اجماع په برخه کي د ولسمشر ځانګړی استازی او همدا راز د سولي عالي شورا د دارالانشا ریٔس ټاکل سوی دی. هغه د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال ګڼي مهمي دندي ترسره کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...