راپور: جواد داوري
لښکرګاه ښار د مساحت له پلوه کوچینو ښارونو کي شمیرل کیږي.
د دې ښار یوازي په پنځو چوکونو کي د وسایطو ډیر رش تر سترګو کیږي.
شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د لښکرګاه ښاروالي او یو سوداګر په مالي لګښت د ترافیکي نظم د ټینګښت په هدف ترافیکي اشاري پر چوکونو نصب سوې او همدا سیسټم د ښاروالۍ له لوري ترافیکو مدیریت ته ور وسپارل سو خو تر شپږو میاشتو وروسته دغه سیسټم له فعالیته لویدلي دي.
د ترافیکو مدیریت مرستیال سمونیار عطامحمد وايي، اوس يې بودیجه پیدا کړې ده هڅه کوي ترافیکي اشاري ورغوي او همدارنګه پر هغه چوکونو يې دوهم ځل لپاره نصب کړي چي د ښوونځۍ سره نژدې وي ځکه د زده کوونکو د تګ راتګ پرمهال پیښي رامنځته کیږي.
دی وايي، تراوسه هم موټر چلوونکي او د لښکرګاه ښار اوسیدونکي له یاد سیسټم سره اشنايي نه لري.
د ترافیکو مدیریت د چارواکو په قول په روان کال يې نژدي څلور سوه موټر چلوونکي ترافیکي اصولو او لیسنس په برخه کي روزلي دي او لا هم اړتیا لیدل کیږي چي موټرچلوونکو ته زده کړي ورکول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون