په یاده لوبه کي بارسلونا ۳ او ریال بیټیس بیا ۴ ګولوهني ترسره کړې.
د ریال بیټیس لپاره جیونیور پیرپو په ۲۰مه، جکواین په ۳۴مه، ګواني په ۷۱یمه او سرجیو کانالیس په ۸۳یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
د بارسلونا لپاره بیا لیونل میسي په ۶۸تمه دقیقه کي د پینالټۍ په واسطه، ارتو ویدال په ۷۹یمه او یو ځل بیا لیونل میسي په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.
یاده لوبه د بارسلونا فوټبال ټيم په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره سوه.
د بارسلونا سر سخت سیال ریال ماډریډ بیا نن شپه ۱۲:۱۵ بجي د سلتاویګو میلمه دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون