په کندهار کي د مهمند په نوم یوه خصوصي صحي ګروپ د صحي علومو انسټیټیوټ له محصلینوسره د ژمني کمپلو مرسته وکړه.
د مهمند ګروپ د اداري برخي مسؤل عصمت الله سعیدي وايي،که څه هم دعامي روغتیا ریاست تر ډیره ښه خدمات ترسره کړي خو مهمند ګروپ د صحت په برخه کي د عامي روغتیا سره همکاره دی.
دده په خبره د ژمي په راتګ سره يې دا ضروري وګڼله تر څو د نیمه زده کړو له محصلینوسره باید د کمپلو مرسته وسي تر څو هغوی په ارام فکر زده کړي تر سره کړي.
پر همدې مهال د کندهار د عامي روغتیا مسوولین وايي، خصوصي سکټور د روغتیا په برخه زیاته همکاري کړې ده.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د مهمند ګروپ څخه د منني تر څنګ وايي چي د عامي روغتیا ریاست په کندهار کي له خصوصي سکټور سره ښې اړیکي لري چي له امله يې خصوصي سکټور د روغتیا په برخه کي زیاته همکاري کړې ده.
پر همدې مهال د صحي علومو انسټیټیوټ محصلین د مهمند ګروپ له یاد اقدام څخه خوښ دي او زیاتوي چي خصوصي سکټور باید د روغتیا په برخه کي خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړه ده چي مهمند صحي ګروپ په کندهار کي د مهمند په نوم یو روغتون هم لري چي څه موده وړاندي د عامي روغتیا ریاست له لوري د کندهار په کچه د غوره خدماتو په ترسره کولو سره لمړی مقام ورکول سوی وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون