په ټوله روسيه کي د اپوزېسيون د مشر الکسي ناوالني پلويانو تېره شنبه چي د ولسمشر ولاديمير پوتين د زېږېدو ۶۵مه کليزه وه، لاريونونه وکړل.
د ناوالني پلويان په مسکو، ولاديواستوک، خبروفسک، ستاوروپول او يو شمېر نورو ښارونو کي لارو او سړکونو ته راوتلي وه. خو دغه لاريونونه له کومي پېښي پرته پای ته ورسېدل. په روسيه کي د اپوزېسيون مشر الکسي ناوالني او د هغه پلويانو لاريونونه د ولاديمير پوتين د زېږېدو د کليزي له ورځي سره سم پلان کړي وه.
په مسکو کي لاريون کوونکو تېره شنبه د روسيې د ازادۍ، د ناوالني د ازادۍ او له واکه د ولاديمير پوتين د ليري کېدو نارې وهلې. خو د ولاديمير پوتين په پلرني ښار سن پټرزبرګ کي روسي پوليسو د ښار مرکزي چوک او هغه سيمه چي د لاريون کوونکو د راغونډېدو لپاره په نښه شوې وه، کلا بنده کړې وه.
تېره شنبه په سن پټرزبرګ کي د الکسي ناوالني د انتخاباتي کمپاين د هماهنګۍ مسؤل او د هغه د کمپاين وکيل پوليسو ونيول. سره له دې چي د پوليسو له لوري پر لاريون کوونکو ستر بنديز نه و لګېدلی او د کومي بدي پېښي خبر نه دی ورکړل شوی، لسګونه لاريون کوونکي د روسيې په بېلابېلو ښارونو کي نيول شوي دي.