په لندن کي پوليس وايي، طبعياتو موزيم ته نژدې د يوه موټر ټکر له کبله يو شمېر لاروي کسان ټپيان سوي دي. له پېښي وروسته پوليسو له سويلي کينزنګټن سيمي يو سړی نيولی دی. پوليس وايي، د پېښي د لاملونو په تړاو څېړني رواني دي.
راپورونه وايي، پوليس د پېښي ځای ته رسېدلي دي او چورلکي هم په هوا کي ګرځي او يو شمير ټپيان په امبولانس کي لېږدول سوي دي. د پېښي يوه عيني شاهد ويلي دي، چي ترافيکي اشارې ته ولاړ وو، چي د ډزو په څېر غږونه يې واورېدل، وروسته مو يو موټر پر خلکو ورغی او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون