خبريال: مېلاد حميدي
پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرښي له ها غاړي پر ننګرهار ولايت يو ځل بيا ٢٨ توغندي توغولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چي دا توغندي د نازيانو ولسوالۍ پرمنځ ناو او نخترناو سيمو پرون مازديګر لګېدلي دي، خو د زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.
دوه ورځي مخکي په همداسي يو بريد کي يوه ښځه وژل شوې وه. د يادوني وړ ده، له تېري يوې مياشتي راهيسي د پاکستان لخوا د ننګرهار پر ولسواليو يو ځل بيا بريدونه پيل شوي دي، چي له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل خوا د ننګرهار د والي وياند وايي، چي د مرکز جلال اباد ښار د شپږمي ناحيې په دويم بلاک ساحه کي تېره ورځ دوو کورنيو خپل منځي شخړه کړې ده، چي له امله يې د دواړو لورو شپږ تنه ټپيان شوي او په ملکي روغتون کي تر درملني لاندي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون