د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن به په ۲۰۱۹ میلادي کال کي هم د هند د کرکټ په غوره لیګ یا ای پي اېل سیالیو کي په خپلو خپلو ټيمونو کي ولوبېږي.
د هند د کرېکټ غوره لیګ سنرایزر حیدراباد اعلان کړی چي راشد خان او محمد نبي یې له ځانه سره ساتلي.
اخوا کېنګز پنجاب هم د مجیب الرحمن د ساتلو اعلان کړی دی.
راشد خان په نهه کروړه، مجیب الرحمن په څلور کروړه او محمد نبي په یو کروړ هندي روپيو لوبېږي.
افغان لوبغاړو له خپلو ټیمونو مننه کړې چي دوی یې له ځانه سره ساتلي دي.
په نړۍ کي د سوداګریز کر کټ د لیګونو تر ټولو معتبر لیګ ای پي اېل د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۲۹مه پيلېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون