په بلوچستان کي یوې چاودني اوو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 د راپورونو له مخي د بلوچستان په مارګټ سیمه کي د پاکستاني ملیشه پر موټر چاودنه سوې ده چي پکښې درې پاکستاني عسکر وژل سوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه برید مسولیت د بلوچستان بیلتون پالي ډلي اخیستی دی.

د پېښې ځای د بلوچستان د طبعي زیرمو او کانونو ته نږدې دی.

د بلوچستان بیلتون غوښتونکي نه غواړي چي د پاکستان حکومت دې دا طبعي زیرمې وسپړي.

تر دې مخکي هم دلته دا ډول بریدونه سوي وو.

تر دغې پیښي یوه ورځ مخکي نامعلومه وسله والو د بلوچستان یو پخوانی پولیس افسر هم په ډزو وواژه.

تراوسه د دغې پېښې مسٔولیت چا نه دی منلی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...