د کندهار ښاروالۍ د کرکيټ لوبډله تیره ورځ / دوشنبه، ۳۰، ۱۱، ۱۳۹۶ د کندهار ښاروالۍ د مرستيال، د بست زون کرکيټ بورډ مشر او د ملي لوبډلي د دوو تنو لوبغاړو له خوا د کندهار د کرکيټ په نوي لوبغالي کي رسماً پرانستل سوه.
د کندهار ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضائي وويل، دا چي تر سياست او اقتصاد وروسته ورزش مهم دی، ځکه نو کندهار ښاروالۍ د ځوانانو چارو، په ځانګړي ډول ورزش ته پاملرنه زياته کړې ده.
ښاغلي رضایي وويل، ښاروالي به د کرکټ دغه لوبډله تمويلوي، تر څو په کندهار کي ورزش وده وکړي او د کلب کرکيټ دود سي.
د بست زون کرکيټ بورډ مشر مسعود رحماني د کندهار ښاروالۍ ټول فعاليتونه، په ځانګړي ډول دا نوی اقدام وستايه او هيله يې څرګنده کړه چي نوري ادارې به هم د ښاروالۍ پر پله قدم کښېږدي. د ښاروالۍ د کرکټ لوبډلي د پرانستني پر مهال لوبغاړو ته ټول لازم سامان آلات چي د لوبي پر مهال کارول کېږي، په واک کي ورکړل سول.
په پام کي ده چي کندهار ښاروالي د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل په ځانګړې پاملرنه په راتلونکي کي د فوټبال يوه محلي لوبډله هم له مالي او تخنيکي پلوه حمايه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون