کندهار : په ښار او ولسوالیو کي زورواکو د ښوونځيو مځکي غصب کړي دي

راپور: محمد یار مجروح

د یاد ریاست مسٔوولین زیاتوي چي ولایت مقام او امنیتي مسٔوولینو ته يې په رسمي ډول هغه سیمي ښوودلي چي زورواکو د پوهني ریاست د ښوونځيو په مځکو ودانۍ جوړي کړي او یا يې هم غصب کړي دي.

خو په خبره يې تر اوسه د دي ستونزي د حل لپاره څوک ندی لاس په کار سوی.

کندهار هغه ولایت چي له یوې خوا له لویه سره پکښي د ښوونځیو نشتون محسوسیږي او له بلي خوا بیا یو شمیر کسانو او امنیتي ارګانونو پر هغو مځکو وداني جوړي کړي او غصب کړي چي باید د ښوونځيو لپاره ورباندي تعمیرونه جوړ سي.

د مسٔوولینو په خبره په ښار او ولسوالیو کي د ښوونځیو لپاره د تعمیرونو مځکي غصب سوي او زده کوونکي لا هم تر شنه اسمان لاندي په یخ او ګرم موسم کي زده کړي کوي.

د پوهني ریاست مسوولین وايي، په زیاته اندازه داسي مځکي سته چي زورواکو لاندي کړي دي او نه پریږي دي چي د ښوونځیو لپاره ورباندي ودانۍ جوړي سي.

د کندهار د پوهني ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وايي، په ښار کي د ښوونځیو نه فعالیدو یو لوی لامل همدا دی چي زورواکانو مځکي غصب کړي دي.

د ده په خبره که څه هم د پوهني ریاست اجرایه قوه نلري خو څو ځله يې په رسمي ډول ولایتي مسٔوولینو ته په مکتوبي شکل د یادي ستونزي په اړه خبر ورکړی خو زیاتوي چا تر اوسه اقدام ندی کړي.

دی د کندهار ښار تر څنګ بولدک، تخته پول، ژړۍ او پنجوايي هغه ولسوالۍ یادوي چي لا هم د پوهني ریاست مځکي د دولتي او غیر دولتي زورواکانو له خوا غصب سوي دي.

د پوهني ویاند نظر محمد صمیمی همدا راز وايي، په ښار او ولسوالیو کي شاوخوا سل مدرسې او ښوونځۍ په کرایه کورونو کي فعالیت کوي چي د پوهني ریاست له لسو زرو څخه تر څلویښت زرو افغانیو پوري کرایه ورکوي.

دی وايي، په ښار کي یو شمیر ریاستونه او امنیتي حوزې د پوهنی ریاست په مځکه جوړي سوي چي دا هم یو ډول غصب دی.

د ده په خبره که د ښوونځیو مځکي له غصب څخه خلاصي سي پوهني ریاست کولای سي د ښوونځيو تعمیرونه ورباندي جوړ کړي.

د پوهني ریاست یادی خبري پر داسي مهال کوي چي د کندهار د اراضۍ مسولین څو ځله ویلي چي په دغه ولایت کي په زرګونه جریبه مځکي له غصب څخه خلاصي کړي او لا هم په زیاته اندازه پاته دي.

د دوی په خبره دغه غاصبینو کي یو شمیر حکومتي چارواکي هم شامل دي چي دوی يي د افشا کولو لپاره کار کوي.

وموغوښتل پدې اړه د کندهار د امنیې قومندانۍ نظر هم واخلو خو له پرلپسو هڅو سره سره ونه توانیدو.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...