د کرکټ د اسیايي جام د څلور غوره ټیمونه د سیالیو په لړ کي افغانستان پرون له هند سره لوبه مساوي کړه

دا لوبه چي په دُبۍ کي ترسره سوه، افغانستان پکښي لومړی بیټینګ وکړ او د اته لوبغاړو په سوځیدو یې په پنځوس اورونو کي ۲۵۲ منډي جوړي کړي.

افغان توپ وهونکي محمد شهزاد د افغانستان لپاره تر ټولو ډیري ۱۲۴ منډي وکړې او د اسیا جام په سږنیو لوبو کي یې د افغانستان لپاره لومړنۍ سلیزه ثبت کړه.

هندوستان بیا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۲ منډي جوړي کړې.

محمد شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی وبلل سو.

افغان توپ اچونکی راشد خان هغه مهال چي هندوستان اووه توپونه لرل او اوو منډو یې اړتیا وه په غوره توپ اچوني وتوانيدي چي هندي توپ وهونکي د منډو له جوړولو راګرځوي او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبه مساوي پای ته ورسېده.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...