ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وینا کي وویل، د ایران مشران ګډوډي، مرګ او ویجاړي خپروي

دوی خپلو ګاونډیانو، پولو او د هیوادونو ملي حاکمیت ته درناوی نه لري.

د امریکا د ولسمشر په وینا د ایران مشران د دې هیواد سرچیني د خپل ځان د بډایني پر ځای د منځني ختیځ او نوره نړۍ کي د ویجاړۍ لپاره کاروي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې، له ټولو هیوادونو څخه غواړي چي د ایران رژیم تر هغي منزوي کړي څو چي یې تیري کونکي پالیسۍ دوام لري.

نوموړي همدارنګه له ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چي د ایران د هغو خلکو ملاتړ وکړي چي هڅه کوي خپل برخلیک په خپل لاس کي واخلي.

له ولسمشر ټرمپ څو ساعته وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کي وویل، له ایران سره له لاسلیک کړي اتومي تړون څخه د واشنګټن وتل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او پر ایران د واشنګټن یو اړخیز بندیزونه د روحاني په وینا ” اقتصادي تروریزم “ دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...