په افغانستان کي د ملګروملتونو دفتر وايي، د دوی ابتدايي موندني ښيي چي د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کي د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د یکشنبي د ورځي په هوايي بمبارۍ کي ۱۲ ملکیان وژل سوي دي.
یوناما پرون په یوې خبرپاڼې کي زیاته کړې چي ټول قربانیان د چغتو ولسوالۍ د ملاحفیظ د کلي د یوې کورنۍ ښځي او ماشومان دي چي د یکشنبې په ماخستن یې پر کور هوايي بمباري سوې.
ترې دې مخکي یوناما په یوه بله اعلامیه کي ویلي و چي د کاپیسا په تګاب کي یې د یو ښوونکي پر کور د هوايي برید په ترڅ کي د یوې کورنۍ د نهو غړیو د وژل کیدو باوري راپورونه ترلاسه کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون